وَمَا لِيَ ۱۰۹۰ الصافات
فَمَا ظَنُّكُمْ بِرَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۸۷﴾ فَنَظَرَ نَظْرَةً فِي النُّجُومِ ﴿۸۸﴾ فَقَالَ إِنِّي سَقِيمٌ ﴿۸۹﴾ فَتَوَلَّوْا عَنْهُ مُدْبِرِينَ ﴿۹۰﴾ فَرَاغَ إِلَى آلِهَتِهِمْ فَقَالَ أَلَا تَأْكُلُونَ ﴿۹۱﴾ مَا لَكُمْ لَا تَنْطِقُونَ ﴿۹۲﴾ فَرَاغَ عَلَيْهِمْ ضَرْبًا بِالْيَمِينِ ﴿۹۳﴾ فَأَقْبَلُوا إِلَيْهِ يَزِفُّونَ ﴿۹۴﴾
نو څه گمان دی ستاسو په رب دعالمینوباندی ﴿۸۷﴾
نو نظر ئی اوکړو یو نظر په ستورو کښی ﴿۸۸﴾
نواوئیل ئی یقیناً زه ناجوړه یم ﴿۸۹﴾
نو روان شول دوی دهغه نه شاگرځوؤنکی ﴿۹۰﴾
نو پټ راغی ددوی په مبعودانوپسی نو اوئیل ئی آیا نه خورئ تاسو ﴿۹۱﴾
څه وجه ده تاسولره چه خبری هم نه کوئ ﴿۹۲﴾
نو شروع شو په هغوی په وهلوسره په ښی لاس باندی ﴿۹۳﴾
نو مخامخ شو هغه خلق ده طرف ته منډی ئی وهلی ﴿۹۴﴾
[۸۷] زجردی په شرک باندی بی دلیله په دی کښی توجیهات دی اوله داده آیا تاسو گمان کوئ چه اللّه تعالٰی دی عاجز مخلوق لره دځان سره شریک کړی دی - دوهمه توجیه داده آیاتاسو گمان کوئ چه اللّه تعالٰی دجنس د مخلوق نه دی چه تاسودهغه تشبیه ورکوئ دمخلوق سره - دریمه توجیه په طریقه د تخویف سره یعنی تاسو په اللّه تعالٰی باندی څه گمان کوئ چه په حالت د شرک کښی مړه شئ اوهغه ته به پیش شئ -
[۹۰،۸۹،۸۸] مراد دادی چه په رد دشرک دهغوی کښی استدلال اوکړو یوځل استدلال د ستورونه او تفصیل د هغی په سورة انعام (۷۶) کښی تیرشوی دی - بیائی اوئیل زه بیماریم یعنی زړه می خفه دی ستاسو دشرک دوجی نه یا مراد دادی چه دوی ورته دعوت ورکړو چه زمونږد الٰهؤ عرس دی مونږ سره لاړ شه چه زمونږ اثرقبول کړی نوهغه ددوی دخبرو او د کارونو په مختلفو حصوکښی فکراوچولوؤ دپاره ددی چه ځآن ترینه په څه بهانه سره پاتی کړی نو اوئیل ئی چه إِنِّي سَقِيمٌ - یا مراد دادی چه ستورو ته ئی وکتل په اراده ددی چه د اللّه تعالٰی دقدرت نمونی دی لیکن دوی خیال اوکړو چه ابراهیم ځمونږ په طریقی سره ستورو ته کتلی دی - بناپه روستو توجیه سره داتوریه عملی ده او إِنِّي سَقِيمٌ توریه قولی ده -
[۹۲،۹۱] دا ذکر دمجاهدی کولو د ابراهیم علیه السلام دی دپاره د رد شرک - او هغه قوم به ددی الهوپه وړاندی خوراکونه کیخودل دپاره ددی چه برکت په کښی پیدا شی بیا به ئی لږ دهغی نه د تبرک دپاره ځان له راوړو او باقی به ئی منجورانو ته پریخودو نو ابراهیم علیه السلام په دی خطاباتوکښی دا خبره ثابته کړه چه دوی خوراک او خبری نشی کولی نودوی دعبادت لائق نه دی اودا خطابونه اگر چه بتانو نه دی لیکن الزام دی په دغه مشرکانوباندی -
[۹۳] (بِالْيَمِينِ) نه ښی لاس مراد دی ځکه چه په هغی کښی قوت ډیروی یا قسم مراد دی هغه چه سورة انبیاء (۷۵) کښی ذکردی اوبا سببیه ده -
[۹۴] (يَزِفُّونَ) په تیزئ سره راتلل په ابراهیم علیه السلام پسی روستو دخبریدلو ددوی په دی واقعه باندی یا مراد دادی چه په تکبرسره راتلل دزفاف د ناوی نه ماخوذ دی -