وَمَنْ يَقْنُتْ ۱۰۵۹ فاطر

مَا يَسْتَوِي الْأَحْيَاءُ وَلَا الْأَمْوَاتُ إِنَّ اللَّهَ يُسْمِعُ مَنْ يَشَاءُ وَمَا أَنْتَ بِمُسْمِعٍ مَنْ فِي الْقُبُورِ ﴿۲۲﴾ إِنْ أَنْتَ إِلَّا نَذِيرٌ ﴿۲۳﴾ إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ بِالْحَقِّ بَشِيرًا وَنَذِيرًا وَإِنْ مِنْ أُمَّةٍ إِلَّا خَلَا فِيهَا نَذِيرٌ ﴿۲۴﴾ وَإِنْ يُكَذِّبُوكَ فَقَدْ كَذَّبَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ جَاءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ وَبِالزُّبُرِ وَبِالْكِتَابِ الْمُنِيرِ ﴿۲۵﴾

او نه دی برابر ژوندی او نه مړی یقیناً اللّه تعالٰی اورول کوی چاته چه اوغواړی اونه ئی ته اوروؤنکی هغه چاته چه په قبرونو کښی دی ﴿۲۲﴾
نه ئی ته مگر ویره ورکوؤنکی ئی ﴿۲۳﴾
یقیناً لیږلی ئی مونږته په حقه سره زیری ورکوؤنکی او ویره ورکوؤنکی اونیشته دی هیڅ امت مگرتیرشوی دی په هغی کښی ویره ورکوؤنکی ﴿۲۴﴾
اوکه دوی تاته دروغژن وائی نویقیناً دروغژن وئیلی (پیغمبرانوته) هغه کسانو چه ددوی نه مخکښی وو راغلی وؤ هغوی ته رسولان دهغوی په ښکاره دلیلونو اودوعظ په خبرو او په کتاب رنړا والا سره ﴿۲۵﴾

[۲۲] دا څلورم مثال دی او مؤحدین (خشیت کوؤنکی د اللّه تعالٰی نه) په شان دژوندو دی چه ټول قوتونه او حواس ئی کارکوی (آوریدل ، لیدل، پوهیدل) اومشرکان عنادیان په شان دمړو دی چه ټول قوتونه او حواس ئی بی کارشوی دی یعنی مړی نه آوری اونه وینی او نه پوهیږی نودارنگ عنادی مشرک هم (صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ) دی (إِنَّ اللَّهَ يُسْمِعُ مَنْ يَشَاءُ وَمَا أَنْتَ بِمُسْمِعٍ مَنْ فِي الْقُبُورِ) دا پنځم مثال دی سره دتسلی د رسول اللّٰه ﷺ نه اومتعلق دی د انما تنذرسره - ددی مثال مطلب او حاصل دی چه هغه کافران ضدیان مشابه دی دهغه بدنونو سره چه په قبرونو کښی دفن کړی شوی دی چه په هغوی کښی روح نیشته اونه آوری نه وینی اونه پوهیږی ددنیا په حال باندی نودارنگ دا کافران هم نه آوری اونه پوهیږی نوته دوی اورول نه شی کولی بلکه آورول د اللّه تعالٰی په قدرت کښی دی - دآیت هم دلیل دی چه مړی ددنیا والو خبری نه آوری اونه دوی لره پیژنی - ددی تشریح په تفسیرسوة روم کښی ذکرکړی شوی ده -
فائده: (مَنْ فِي الْقُبُورِ) په قبرکښی صرف بدن پروت دی هغه بالکل نه آوری اوهرچه روح دی په قبرکښی نیشته اوحیات او آوریدل خوپه روح سره کیږی -
[۲۳] داهم تسلی ده چه ستا کار انذاردی -
[۲۴] داهم تسلی ده او تفصیل دصفت دانذار دی -
[۲۶،۲۵] داهم تسلی ده اوجواب دشرط حذف دی یعنی (فاصبر، صبرکوه) (بِالْبَيِّنَاتِ) مرا ددی نه معجزات دی یاښکاره احکام چه په صرف عقل سره معلومیږی چه دا صحیح دی یعنی عقلی دلیلونه - (بِالزُّبُرِ) واړه کتابونه یعنی صحیفی یادوعظ او نصیحت خبری (وَبِالْكِتَابِ الْمُنِيرِ) مراد ترینه غټ کتاب دی لکه تورات انجیل اونسبت ددری واړو څیزونو ټولو انبیاؤ ته دی په طریقه دمجموعه سره یعنی بعضی انبیاؤ په دی کښی یوڅیزراوړی دی اوبعضود دوه څیزونه راوړی دی اوبعضودری واړه راوړی دی لکه موسیٰ علیه السلام -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>