وَمَنْ يَقْنُتْ ۱۰۴۵ سبأ
وَلَا تَنْفَعُ الشَّفَاعَةُ عِنْدَهُ إِلَّا لِمَنْ أَذِنَ لَهُ حَتَّى إِذَا فُزِّعَ عَنْ قُلُوبِهِمْ قَالُوا مَاذَا قَالَ رَبُّكُمْ قَالُوا الْحَقَّ وَهُوَ الْعَلِيُّ الْكَبِيرُ ﴿۲۳﴾ قُلْ مَنْ يَرْزُقُكُمْ مِنَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ قُلِ اللَّهُ وَإِنَّا أَوْ إِيَّاكُمْ لَعَلَى هُدًى أَوْ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ ﴿۲۴﴾
او نه نفع ورکوی سفارش په نیز د اللّه تعالٰی مگر هغه چاته چه اجازت ورکړی دهغه دپاره (دوی به په ویره کښی وی) ترهغی پوری چه لری کړی شی ویره د زړونو دهغوی نه وائی دوی څه اوئیل رب ستاسو اوبه وائی ورته پورته ملائک چه اوئیل ئی حق اوهغه پورته دی ډیرلوی ذات دی ﴿۲۳﴾
ته اوایه څوک روزی درکوی تاسوته د آسمانونونه اود ځمکی نه ته اوایه اللّه تعالٰی اویقیناً زه یا تاسو ضرور په هدایت باندی یو یاپه گمراهئ ښکاره کښی ﴿۲۴﴾
[۲۳] په دی کښی رد دی په هغه شبهه څلورمه چه ملائک خو شفیع (قهری) کیدی شی نودوی دبندگئ حق دار دی نوعجز دملائکو ذکرکوی اودارنگ په خپله هیڅ ملکیت نه لری لیکن ځمونږحاجتونه په اللّه تعالٰی باندی مجبوراً پوره کوی په طریقه دسفارش کولو سره اللّه تعالٰی ددوی محبت یا مخوریزئ (عظمت) نه مجبوره شی - دجواب حاصل دادی چه بغیر داذن د اللّه تعالٰی نه ددوی سفارش کول نیشته اونه ئی فائده شته اود اللّه تعالٰی عادت کریمه دادی چه دمشرکانو دپاره دسفارش کولو اذن چالره نه ورکوی (حَتَّى إِذَا فُزِّعَ) داحال دشفعاؤ دی په وخت دنزول د اذن دشفاعت کولو کښی - یعنی دوی لره چه کوم وخت چه اذن دشفاعت ورکیدی شی نودوی په دغه وخت کښی په ډیرفزع او هیبت کښی وی دوجی د عظمت د اللّه تعالٰی نه نوهرکله چه (لږساعت روستو) دا هیبت ددوی د زړونو نه لری کړی شی نودوی به هغه ملائکو نه تپوس اوکړی څوک چه دوی لره اذن د اللّه تعالٰی را رسوی چه اللّه تعالٰی څه حکم اوکړو نوهغه ملائک به دوی ته اوائی چه (الحق) یعنی دمؤحدینو دشفاعت دپاره ئی اذن اوکړو - دوهمه توجیه داده چه دا حال دملائکودی په دنیاکښی، هرکله چه اللّه تعالٰی څه حکم نازلوی نودا ملائک په ډیر هیبت کښی وی نوهرکله چه داهیبت ددوی د زړونو نه لری کړی شی نولاندنی ملائک د بره ملائکو (حکم راوړونکونه) تپوس اوکړی چه اللّه تعالٰی څه حکم اوکړو نوهغوی ورته وائی چه (الحق) رالیږلی دی حق حکم - حاصل ددواړو توجیهاتو دادی چه شفاعت کوؤنکی خوډیرعاجزدی ویره کوؤنکی دی د اللّه تعالٰی نه نودوی به څرنگه شفاعت قهریه (بی اجازته) اوکړی شی لکه چه مشرکان ئی عقیده لری -
[۲۴] روستو دردکولو دطریقی دشرک نه الزامی او اعترافی دلیل ذکرکوی په رد دمشرکانو چه درزق انتظام کوؤنکی صرف اللّه تعالٰی دی نوبیا دهغه نه سیوا دنورونه ولی حاجتونه غواړئ؟ (وَإِنَّا أَوْ إِيَّاكُمْ) دا طریقه د تعلیم او تبلیغ ده یعنی مشرکان چه اوائی چه مونږ اوتاسو یوشان یو هیڅ فرق نیشته یا اوائی چه دا اختلافی مسئلی دی مونږپه دی اختلافی خبرو کښی برخه نه اخلو نوجواب ئی دادی چه داسی نه ده بلکه دا دواړه فریقه دیوبل سره متضاد دی یوفریق په هدایت اوبل په گمراهئ کښی دی یعنی دااصولی اختلاف دی فرعی اختلاف نه دی په دی کښی به ضرور تاسو یوطرف ته کیږئ -