وَمَنْ يَقْنُتْ ۱۰۳۳ الأحزاب

مَلْعُونِينَ أَيْنَمَا ثُقِفُوا أُخِذُوا وَقُتِّلُوا تَقْتِيلًا ﴿۶۱﴾ سُنَّةَ اللَّهِ فِي الَّذِينَ خَلَوْا مِنْ قَبْلُ وَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّةِ اللَّهِ تَبْدِيلًا ﴿۶۲﴾ يَسْأَلُكَ النَّاسُ عَنِ السَّاعَةِ قُلْ إِنَّمَا عِلْمُهَا عِنْدَ اللَّهِ وَمَا يُدْرِيكَ لَعَلَّ السَّاعَةَ تَكُونُ قَرِيبًا ﴿۶۳﴾ إِنَّ اللَّهَ لَعَنَ الْكَافِرِينَ وَأَعَدَّ لَهُمْ سَعِيرًا ﴿۶۴﴾ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا لَا يَجِدُونَ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا ﴿۶۵﴾ يَوْمَ تُقَلَّبُ وُجُوهُهُمْ فِي النَّارِ يَقُولُونَ يَا لَيْتَنَا أَطَعْنَا اللَّهَ وَأَطَعْنَا الرَّسُولَا ﴿۶۶﴾ وَقَالُوا رَبَّنَا إِنَّا أَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَاءَنَا فَأَضَلُّونَا السَّبِيلَا ﴿۶۷﴾ رَبَّنَا آتِهِمْ ضِعْفَيْنِ مِنَ الْعَذَابِ وَالْعَنْهُمْ لَعْنًا كَبِيرًا ﴿۶۸﴾

لعنت به کړی شوی وی کوم ځای چه اموندلی شی اوبه نیولی شی اواوبه وژلی شی په وژلوسره ﴿۶۱﴾
په شان د طریقی د اللّه تعالٰی په هغه کسانو کښی چه تیرشوی دی ددوی نه مخکښی اوچیری اوبه نه مومی ته طریقی د اللّه تعالٰی لره بدلی ﴿۶۲﴾
تپوس کوی ستانه خلق په باره دقیامت کښی ته اوایه یقیناً‌ علم دهغی د اللّه تعالٰی سره دی او څه څیزتالره خبردرکولی شی (په باره دقیامت کښی) یقیناً‌ قیامت دی نزدی ﴿۶۳﴾
یقیناً اللّه تعالٰی لعنت کړی دی په کافرانوباندی اوتیار کړی دی دوی لره اورلمبووالا ﴿۶۴﴾
همیشه به وی دوی په هغی کښی همیشه نه به مومی بچ کوؤنکی او نه امدادی ﴿۶۵﴾
په دغه ورځ کښی اړولی را اړولی به شی مخونه ددوی په اورکښی وائی به دوی های ارمان دی چه تابعداری کړی وی مونږ د اللّه تعالٰی او درسول ﷺ ﴿۶۶﴾
او وائی به دوی ای ربه ځمونږه یقیناً مونږ تابعداری کړی وه د سردارانو خپلو اوغټانو خپلو نو گمراهان ئی کړو مونږ دحق لاری نه ﴿۶۷﴾
ای ربه ځمونږ ورکړی دوی ته دوچند عذاب نه او لعنت اوکړه په دوی باندی لعنت لوی ﴿۶۸﴾

[۶۳] داهم زجردی منافقینوته - هرکله چه دوی په عذاب سره اویرولی شول نودوی دقیامت په باره کښی تپوسونه شروع کړل دپاره دتلبیس اچولو په مؤمنانوباندی او دپاره د چپ‌ کولو د نبی ﷺ دجواب نه -
[۶۸،۶۷،۶۶،۶۵،۶۴] په دی آیتونو کښی تخویف اخروی دی په اته طریقوسره - لعنت، سعیر، خلود، ابد، لایجدون ولیاً، ولانصیرا، ارمان دطاعت د اللّه اورسول پسی، برائت د الٰهه باطلونه (أَطَعْنَا اللَّهَ وَأَطَعْنَا الرَّسُولَا) هرکله چه ددی سورة مقصد ترغیب اطاعة اللّه والرسول وؤ نودهغی په مناسبت سره ئی دا تخویف ذکرکړو - اودا تمناَّ په دی سبب سره ده چه ددوی یقین راغی چه نجات صرف په اطاعت د اللّه تعالٰی او درسول دهغه کښی دی (سَادَتَنَا) مراد ددی نه هغه پیران اوملایان دی چه دوی ته ئی دعوت دکفراوشرک اوبدعاتو ورکړی وؤ اودوی د هغوی تقلید کړی وؤ (كُبَرَاءَنَا) مراد ترینه اقتدار والا دی چه په رعیت کښی ئی دفسق او فجور او خلاف د کتاب اللّه او سنت رسول اللّٰه ﷺ نه احکام او قوانین جاری کړی وی اورعیت دهغوی تابعداری کوی - آیت اگرچه صریح دی په تقلید کولو دگمراهانو کښی لیکن دلالةً په کښی هغه تقلید شخصی داخل دی چه یو عالم خطا شوی وی اجتهاداً او مقلد دهغه ته معلوم شی چه داقول دده خلاف دی دقرآن او سنت نه یعنی بی دلیله دی لیکن بیاهم هغه قول نه پریږدی نودا هم تقلید مذموم دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>