أَمَّنْ خَلَقَ ۹۶۶ العنكبوت

قُلْ سِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانْظُرُوا كَيْفَ بَدَأَ الْخَلْقَ ثُمَّ اللَّهُ يُنْشِئُ النَّشْأَةَ الْآخِرَةَ إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۲۰﴾ يُعَذِّبُ مَنْ يَشَاءُ وَيَرْحَمُ مَنْ يَشَاءُ وَإِلَيْهِ تُقْلَبُونَ ﴿۲۱﴾ وَمَا أَنْتُمْ بِمُعْجِزِينَ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ ﴿۲۲﴾ وَالَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِ اللَّهِ وَلِقَائِهِ أُولَئِكَ يَئِسُوا مِنْ رَحْمَتِي وَأُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۲۳﴾

اوایه اوگرځئ په ځمکه کښی پس اوگورئ چه څرنگ شروع کړی دی اللّه تعالٰی پیدائش بیابه اللّه تعالٰی پیدائش کوی پیدائش روستنی یقیناً‌ اللّه تعالٰی په هرڅیزباندی قادر دی ﴿۲۰﴾
عذاب به ورکوی هغه چاته چه اوغواړی اورحم به کوی په هغه چاباندی چه اوغواړی او خاص هغه ته به اوگرځولی شئ تاسو ﴿۲۱﴾
اونه ئی تاسو عاجز کوونکی (اللّه تعالٰی لره) په ځمکه کښی اونه په آسمان کښی اونیشته تاسولره سیوا د اللّه تعالٰی نه هیڅ بچ کوؤنکی اونه مددگار ﴿۲۲﴾
اوهغه کسان چه کفرئی کړی دی په آیاتونو د اللّه تعالٰی اوپه ملاقات دهغه باندی دغه کسان ناامیده دی د رحمت ځمانه اودغه کسان دوی لره عذاب دردناک دی ﴿۲۳﴾

[۲۰] په دی آیت کښی اثبات دبعث بعدالموت دی په نظرکولو سره په نورو مخلوقاتو کښی اوتیرشوی آیت کښی دلیل وؤ په فکرکولوسره په خپل پیدائش کښی یعنی هغه دلیل نفسی وؤ او دا دلیل آفاقی دی (بَدَأَ الْخَلْقَ) یعنی اول پیدائش د حیواناتو نباتاتو اونوبوټو وغیره -
فائده: اول آیت کښی يُبْدِئُ فعل مستقبل ذکردی اوپه دی آیت کښی بَدَأَ فعل ماضی ذکرکړی دی ځکه انسان دهغه انسانانو په پیدائش کښی فکرکولی شی چه دده نه روستو مستقبل کښی پیدا کیږی اوهرچه نور اشیاء دی نوپه مخکښی پیدا کړی شوی باندی هم نظر کولی شی -
[۲۱] دا نتیجه ده د ماقبل بیان دپاره او تخویف او ترغیب دی اوهرکله چه ماقبل کښی د کافرانو ذکرئی کړی دی ددی وجی نه عذاب ئی اول ذکر کړو (تُقْلَبُونَ) قلب گرځیدل دی داسی حالت ته چه اول حال نه بدل وی اوقیامت هم داسی دی -
[۲۲] دا علت دماقبل دی یعنی عذاب ددی وجی نه ورکولی شی چه اللّه تعالٰی سره هیڅ څوک مقابله نه شی کولی (وَلَا فِي السَّمَاءِ) په دی کښی تقدیر دعبارت دی لَوکُنتُم فِیهَا (یعنی بالفرض که تاسو آسمان ته لاړشئ) یا وَمَا أَنْتُمْ خطاب عام دی آسمانی ملائک هم په کښی داخل دی -
[۲۳] داهم داخل دی په تخویف کښی هرکله چه مخکښی توحید او بعث بعدالموت ذکرکړو نوپه دی آیت کښی ئی منکرینودتوحید (په آیات اللّه) او منکرین دبعث په (لِقَائِهِ) ته تخویف شدید ذکر کړو ځکه چه يَئِسُوا، سره اشاره ده د جنت نه محروم کیدل، او عذاب اَلیم کښی اشاره ده دخول جهنم ته -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>