وَقَالَ الَّذِينَ ۹۱۰ النمل

إِلَّا مَنْ ظَلَمَ ثُمَّ بَدَّلَ حُسْنًا بَعْدَ سُوءٍ فَإِنِّي غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۱۱﴾ وَأَدْخِلْ يَدَكَ فِي جَيْبِكَ تَخْرُجْ بَيْضَاءَ مِنْ غَيْرِ سُوءٍ فِي تِسْعِ آيَاتٍ إِلَى فِرْعَوْنَ وَقَوْمِهِ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا فَاسِقِينَ ﴿۱۲﴾ فَلَمَّا جَاءَتْهُمْ آيَاتُنَا مُبْصِرَةً قَالُوا هَذَا سِحْرٌ مُبِينٌ ﴿۱۳﴾ وَجَحَدُوا بِهَا وَاسْتَيْقَنَتْهَا أَنْفُسُهُمْ ظُلْمًا وَعُلُوًّا فَانْظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِينَ ﴿۱۴﴾

لیکن هغه څوک چه نقصان ئی اوکړو بیائی اوکړه نیکی روستو دبدئ نه نویقیناً زه بخښنه کوؤنکی یم ﴿۱۱﴾
او ورننه باسه لاس خپل په گریوان خپل کښی راوؤ به ځی سپین بی له عیب نه (اولیږل مونږ) په نهه معجزاتو کښی فرعون اوقوم دهغه ته یقیناً دوی وؤ قوم نافرمان ﴿۱۲﴾
پس هرکله چه راغله دوی ته معجزات زمونږ پوهه ورکوؤنکی دوی اوئیل دا جادو ښکاره دی ﴿۱۳﴾
اوانکاراوکړو دوی دهغی نه اویقین کړی وؤ په هغی باندی زړونو ددوی دوجی دعناد اود لوئی نه پس اوگوره چه څنگه شو انجام دفساد کوؤنکو ﴿۱۴﴾

[۱۱] په دی آیت کښی استثناء منقطع ده حال دغیرانبیاؤ ذکرکوی یعنی چاچه گناه اوکړه اوبیائی توبه اوکړه نوده باندی به هم خوف نه وی ځکه چه اللّه تعالٰی ورته بخنه کوی - بل قول دادی چه دا استثناء متصل ده په تقدیرددی عبارت سره، والخوف علی من سواهم الامن ظلم، ویره شته په ماسیواد رسولانوباندی مگرچه توبه اوباسی نوویره تری نه لری شی یا داچه استثناء متصل ده بغیر دتقدیر دعبارت نه اوظلم نه مراد خلاف اولٰی کاردی لکه قتل دقبطی دلاس د موسیٰ علیه السلام نه -
[۱۲] په دی آیت کښی دوهمه معجزه ذکرکړی ده اوپه دی حکمتونه دادی (۱) اوله معجزه کښی انقلاب دجماد وؤ حیوان ته هغه جماد چه مجمع دفوائدو وو داسی حیوان ته بدله شوه چه مجمع دشرور ده - اودوهمه معجزه انقلاب داعراضو دی په اعضاؤ دبدن د موسیٰ علیه السلام کښی (۲) گریوان دقمیص په سینه باندی په کار دی (۳) سره دانقلاب دحال نه خالی وو دهرنقصان نه (۴) نورآیات ئی اجمالی ذکرکړل اوتفصیل ئی سورة اعراف کښی تیرشوی دی (۵) تخصیص دفرعون اوتعمیم دقوم دهغه دپاره درسالت د موسیٰ علیه السلام (۶) اوعلت د کثرت معجزات اوتخصیص دفرعونیانوئی ذکرکړی دی په صفت دفسق دهغوی سره -
[۱۳] په دی کی تکذیب دفرعونیانو ذکرکړی دی اشاره ده حکمت ته (۱) چه دهرحق خبری مخالفت او انکارکړی شوی دی (۲) اوپه رشتیاؤ باندی د دروغ فتوی لگولی کیدی شی -
[۱۴] حکمتونه ددی آیت دادی (۱) دفرعونیانو انکاری عناد دحق نه (۲) په زړه کښی یقین په حقانیت دهغی (۳) دلیل دی چه هرکله په زړه کښی تصدیق وی لیکن په ژبه باندی انکار وی نودا کفر دی (۴) کله سبب دکفرعناد او تکبروی سره دعلم نه (۵) آخری عاقبت دمفسدینو هلاکت او تباهی ده تردی پوری شپږدیرش حکمتونه ذکرشول ځما دعلم مطابق، ددی نه علاوه نور ډیرهم حِکم په دی کښی شته - اوپه دی ټولو کښی لوئ حکمت دادی چه موسیٰ علیه السلام سره دنبوت او د معجزاتونه په غیب باندی علم نه لرلو (فَانْظُرْ) کښی خطاب نبی ﷺ ته دی اومراد په دی کښی تسلی دهغه اودامت ده په اهلاک دمفسدانو سره

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>