قَدْ أَفْلَحَ ۸۲۷ المؤمنون
وَالَّذِينَ هُمْ بِآيَاتِ رَبِّهِمْ يُؤْمِنُونَ ﴿۵۸﴾ وَالَّذِينَ هُمْ بِرَبِّهِمْ لَا يُشْرِكُونَ ﴿۵۹﴾ وَالَّذِينَ يُؤْتُونَ مَا آتَوْا وَقُلُوبُهُمْ وَجِلَةٌ أَنَّهُمْ إِلَى رَبِّهِمْ رَاجِعُونَ ﴿۶۰﴾ أُولَئِكَ يُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَهُمْ لَهَا سَابِقُونَ ﴿۶۱﴾ وَلَا نُكَلِّفُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا وَلَدَيْنَا كِتَابٌ يَنْطِقُ بِالْحَقِّ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ ﴿۶۲﴾
او هغه کسان چه دوی په آیاتونو درب خپل باندی ایمان لری ﴿۵۸﴾
او هغه کسان چه دوی درب خپل سره شرک نه کوی ﴿۵۹﴾
او هغه کسان چه ورکوی هغه څه چه ورکوی اوزړونه ددوی ویره کؤونکی وی چه یقیناً دوی خپل رب طرف ته به ورگرځی ﴿۶۰﴾
دغه کسان ورزغلی نیکو کارونوته او دوی یوبل ته دهغی نه وړاندی کیږی ﴿۶۱﴾
او تکلیف نه ورکؤو هیڅ نفس ته مگرپه قدرد وس دهغه او زمونږ سره کتاب دی چه گویا به شی په حق وئیلوسره اوپه دوی باندی به ظلم نه شی کیدی ﴿۶۲﴾
[۵۹،۵۸] په دی کښی دوه صفتونه ذکرشوی دی هرکله چه ایمان په آیتونوباندی سبب دی دشرک نه د بچ کیدلو دپاره نو ددی وجی نه ایمان بالآیات ئی په شرک نه کولوباندی مقدم ذکرکړلو -
[۶۰] په حدیث دترمذی کښی ذکرشوی ده چه مراد دی نه هغه کسان دی چه روژی نیسی او مونځونه کوی او تصدق کوی اوبیا هم ویریږی چه قبول به نه کړی شی، اودا کمال ایمان دی په نسبت دهغه چاچه گناه کوی اود اللّه تعالٰی نه ویره کوی - اوپه دی آیت کښی دمؤمنانو بل صفت ذکر کړی شوی دی -
[۶۱] په دی آیت کښی دوه صفتونه ذکرکړی شوی دی (يُسَارِعُونَ) سارعه وئیلی شی اهم فالاهم مخکی کول اودا مقابل د عجلت دی اوباب مفاعله دمبالغی دپاره ده (لَهَا) لام په معنیٰ د الٰی دی اومعنیٰ ښکاره ده یا لام اجلیه دی معنیٰ داده چه دوی د وجی دخیرات نه سبقت کوؤنکی دی په درجاتو کښی یا جنت ته -
[۶۲] اوله جمله جواب دسوال دی چه داتیرصفتونه حاصلول گران دی اوجواب اوکړی شو چه داد انسانانو دطاقت نه بهرنه دی او دوهمه جمله کښی تسلی ده چه ددوی د عملونو جزاء نه ضائع کیږی ځکه چه په عملنامه دملائکو کښی موجود دی -