قَالَ أَلَمْ ۷۰۳ الکهف
قَالَ هَذَا فِرَاقُ بَيْنِي وَبَيْنِكَ سَأُنَبِّئُكَ بِتَأْوِيلِ مَا لَمْ تَسْتَطِعْ عَلَيْهِ صَبْرًا ﴿۷۸﴾ أَمَّا السَّفِينَةُ فَكَانَتْ لِمَسَاكِينَ يَعْمَلُونَ فِي الْبَحْرِ فَأَرَدْتُ أَنْ أَعِيبَهَا وَكَانَ وَرَاءَهُمْ مَلِكٌ يَأْخُذُ كُلَّ سَفِينَةٍ غَصْبًا ﴿۷۹﴾
اوئیل هغه داوخت دجدائی دی په مینځ ځما اومینځ ستاکښی زردی خبردرکؤوم تاته په حقیقت دهغه چه وس نه لرلو تاپه هغی باندی دصبرکولو ﴿۷۸﴾
هرچه کشتئ وه نووه د مسکینانو دپاره چه مزودری کوله په هغی باندی په دریاب کښی نواوغوښتله ما چه نقصانی کړم هغه ځکه چه ؤو ددوی مخی ته بادشاه چه نیوله ئی هره روغه کشتئ په زور سره ﴿۷۹﴾
[۷۸] داکلام د خضرعلیه السلام دی په موافق دهغه شرط چه موسیٰ علیه السلام وئیلی وؤ - اوخضرعلیه السلام جوابات ددی وجی ورکوی چه داگمان اونه کړی شی چه خضرعلیه السلام واقعی دشرعی خلاف کارونه کړی دی - په دی کښی اشاره ده چه کله یوانسان باندی نورخلق بهتانونه وائی نوپه هغه باندی واجب دی چه خپله صفائی اوکړی -
[۷۹] حاصل دادی چه کشتئ کی عیب جوړول دډیری فائدی دپاره وؤ ځکه که دا جوړه وی نوظالم بادشاه به په کار بیگارسره نیولی وی اوددی مسکینانو دروزئ سبب به برباد شوی وو اودا مسکینان مؤحدین هم وؤ- په دی کښی اشاره ده چه دمسکینانودمال دظالمانونه حفاظت په کاردی، اوداسنت د انبیاؤعلیهم السلام دی دوهم اشاره ده چه د ډیری فائدی دپاره لږنقصان برداشت کول په کار دی - دارنگ دا دلیل دی چه مسکین هغه چاته وئیلی شی چه څه مال ورسره وی خود نصاب نه کم وی دارنگ دآمدن ذریعه وی لیکن صرف گذاره ورباندی کیږی (كُلَّ سَفِينَةٍ) مراد ددی نه هره روغه کشتئ ده -