وَمَنْ يَهْدِ اللَّهُ فَهُوَ الْمُهْتَدِ وَمَنْ يُضْلِلْ فَلَنْ تَجِدَ لَهُمْ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِهِ وَنَحْشُرُهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عَلَى وُجُوهِهِمْ عُمْيًا وَبُكْمًا وَصُمًّا مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ كُلَّمَا خَبَتْ زِدْنَاهُمْ سَعِيرًا ﴿۹۷﴾ ذَلِكَ جَزَاؤُهُمْ بِأَنَّهُمْ كَفَرُوا بِآيَاتِنَا وَقَالُوا أَإِذَا كُنَّا عِظَامًا وَرُفَاتًا أَإِنَّا لَمَبْعُوثُونَ خَلْقًا جَدِيدًا ﴿۹۸﴾ أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّ اللَّهَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ قَادِرٌ عَلَى أَنْ يَخْلُقَ مِثْلَهُمْ وَجَعَلَ لَهُمْ أَجَلًا لَا رَيْبَ فِيهِ فَأَبَى الظَّالِمُونَ إِلَّا كُفُورًا ﴿۹۹﴾
اوهغه څوک چه هدایت اوکړی اللّه تعالٰی هغه ته پس هغه هدایت موندونکی دی اوهغه څوک چه بی لاری کړی اللّه تعالٰی هغه لره پس چیری اوبه نه مومی ته هغوی لره مددگار سیواد اللّه تعالٰی نه اوراغونډبه کړو مونږدوی په ورځ دقیامت په مخونوهغوی باندی ړانده او چاړاگان اوکانړه ځای ددوی جنهم دی هرکله چه لمبی کمی شی نو زیاتوؤبه دوی لره لمبی داور ﴿۹۷﴾
داسزا ددوی ده په دی وجه چه دوی کفرکړی دی په ایاتونو زمونږ اودوی وائی آیا کله چه مونږشو هډوکی او ذری ذری آیا پورته به کړی شوی په پیدائش نوی سره ﴿۹۸﴾
آیا نه گوری دوئ چه یقیناً اللّه تعالٰی داسی ذات دی چه پیداکړی دی آسمانونه اوځمکه قادر دی چه پیدا کړی ددوی په شان اومقرر کړی ده ددوی دپاره نیټه نیشته شک په هغی کښی پس نه کوی ظالمان بل کارسیوا دناشکرئ کولونه ﴿۹۹﴾
[۹۷] په دی آیت کښی ذکر ددوو ډلودی پس داثبات درسالت نه څوک به دارسول منی اوڅوک به ئی نه منی اوبیا نه منونکوته تخویف اخروی دی اودارنگ دا جواب دسوال دی چه دارسول چیرته په حقه باندی وی نولازم داده چه دټولو خلقو به هدایت موندلی وی حاصل جواب دادی چه هدایت او ضلال په اختیارد اللّه تعالٰی کښی دی (وَنَحْشُرُهُمْ) اودارنگ په سورة فرقان (۳۴) کښی دی او (عُمْيًا وَبُكْمًا وَصُمًّا) په حقیقت حمل دی یعنی په بعضی حالت کښی په ورځ دحشربه ددوی داسی حال وی، اوحدیث صحیح کښی راغلی دی (الیس الذی امشاه علی رجلین قادر علٰی ان یمشِیه علی وجهه یوم القیامة) یعنی هغه ذات چه په دنیا کښی ئی دوی په خپوباندی گرځولی دی نوهغه قادردی چه په قیامت کښی ئی په مخ باندی اوگرځوی په عذاب دجنهم کښی تخفیف نه راځی لکه نورو نصوصو کښی دا ظاهرراغلی دی -
[۹۸] په دی کښی اسباب دعذاب ئی ذکرکړی دی یوکفر بالایات یعنی انکار دتوحید نه، اودوهم انکار دبعث بعدالموت نه اودا دوهم سبب ددی سورة په (۴۹) کښی ذکر وؤ -
[۹۹] دا دلیل عقلی دی دپاره داثبات د بعث بعدالموت اودپاره دتوحید (فَأَبَى الظَّالِمُونَ إِلَّا كُفُورًا) په دی ظالمون لفظ ددی وجی نه راوړو چه انکار دقدرت د اللّه تعالٰی نه لوی ظلم دی اوپه (۸۹) کښی الناس ئی ذکرکړی دی ځکه صرفنا للناس په کښی ذکر کړی دی (عَلَى أَنْ يَخْلُقَ مِثْلَهُمْ) دارنگ په سورة یٰس (۸۱) کښی اوپه سورة احقاف (۳۳) کښی دی اودمثلهم نه مراد نفس ذاتونه ددی خلقو دی ځکه چه مثل کله په معنیٰ دذات راځی او آیت (۳۳) سورة احقاف ددی تفسیردی - ځکه چه په هغی کښی مثلهم په ځآی کښی الموتیٰ ذکرکړی دی -