وَمَا أُبَرِّئُ ۵۸۱ إبراهيم

أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ إِنْ يَشَأْ يُذْهِبْكُمْ وَيَأْتِ بِخَلْقٍ جَدِيدٍ ﴿۱۹﴾ وَمَا ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ بِعَزِيزٍ ﴿۲۰﴾ وَبَرَزُوا لِلَّهِ جَمِيعًا فَقَالَ الضُّعَفَاءُ لِلَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا إِنَّا كُنَّا لَكُمْ تَبَعًا فَهَلْ أَنْتُمْ مُغْنُونَ عَنَّا مِنْ عَذَابِ اللَّهِ مِنْ شَيْءٍ قَالُوا لَوْ هَدَانَا اللَّهُ لَهَدَيْنَاكُمْ سَوَاءٌ عَلَيْنَا أَجَزِعْنَا أَمْ صَبَرْنَا مَا لَنَا مِنْ مَحِيصٍ ﴿۲۱﴾

آیا نه گوری چه یقیناً اللّه تعالٰی پیداکړی دی آسمانونه او ځمکه دپاره دحق (ښکاره کولو) که اوغواړی نوفنابه کړی تاسو اورابه ولی نوی خلق ﴿۱۹﴾
اودا کارپه اللّه تعالٰی باندی گرانه نه دی ﴿۲۰﴾
اومیدان ته به شی اللّه تعالٰی ته ټول پس وائی به کمزوری کسان هغه چاته چه لوئی کوله یقیناً مونږ ستاسو تابع وو پس آیا تاسو لری کولی شئ زمونږنه دعذاب د اللّه تعالٰی نه څه شی دوئ به اوائی که چیری مونږته اللّه تعالٰی هدایت کړی وی نومونږبه تاسوته هدایت کړی وی برابردی حال زمونږکه فریادونه کؤو اوکه صبر کؤو نیشته مونږلره ځآی د تښتیدلو ﴿۲۱﴾

[۲۰-۱۹] ددی آیت نه دریم باب دی تر (۲۳) آیت پوری اوداهم شروع دی په لفظ د الم سره په دی باب کښی عقلی دلیلونه دی مختصرپه (۲۰،۱۹) کښی بیاتذکیردی په واقعاتواخروی سره چه هغه برائة د معبودان باطله اودشیطان دی دخپل عبادت کوونکونه په (۲۲،۲۱) کښی اوبشارت دی په (۲۳) کښی - په آیت (۲۰،۱۹) کښی بیان دی دخالقیت د اللّه تعالٰی اودقدرت کامله دهغه ربط‌ ددی دمخکښی سره دادی لکه چه په مثال سره معلومه شوه چه اعمال دشرک برباد دی نودارنگ په عقلی دلیل سره هم ددی بربادی معلومه ده او (بِالْحَقِّ) نه مراد ښکاره کول دتوحید د اللّه تعالٰی دی نومعلومه شوه چه حکمت د خلق د اللّه تعالٰی ذات د نبی ﷺ نه دی لکه څنگه چه نقل شوی دی حدیث دلولاک کښی ځکه چه دغه حدیث په نیزدمحدثینو موضوعی دی اوددی آیت نه هم خلاف دی اوپه اخردآیت کښی ذکردقدرت د اللّه تعالٰی دی اوتخویف هم دی -
[۲۱] داد مخکښی په مضمون باندی عطف دی یعنی واستَفتَحُوا فاهلکووبعثوا للحساب برزوا یعنی دوئ فیصله اوغوښتله نوهلاک کړی شول نوپورته به شی دپاره دحساب اوښکاره به شی اوماضی په معنیٰ دمستقبل ده - په دی آیت کښی تخویف اخروی دی په ذکرد برائة دمشرانوباطل پرستو دخپلو تابعدارانونه اوبیان دعجزدهغوی دی دفع کولو دعذاب نه (الضُّعَفَاءُ) نه مراد جاهلان دی چه په عقل او علم کښی کمزوری وو او ړوند تقلید د مشرانوئی کوؤ (لِلَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا) ددی نه مراد هغه علماء او پیران او اقتداروالا دی چه دحق ددین سره ئی ضداوعناد کوؤ - اوکفراوشرک اوبدعات ئی خپل دین جوړکړی وو - اسْتَكْبَرُوا یعنی لوئی کړی وه دتوحید د اللّه تعالٰی او داتباع درسول نه (مُغْنُونَ عَنَّا مِنْ عَذَابِ) یعنی تاسوبه مونږسره وعدی دجنت کولی اوس خوصرف مونږدعذاب نه بچ کړئ‌ اوداسی په سورة مؤمن (۴۸،۴۷) کښی هم دی اوپه دی سورة کښی دا مکالمه دمیدان حشرده ددی وجی نه ددوئ جواب (لَوْ هَدَانَا اللَّهُ) سره دی اودسورة مؤمن مکالمه په اور دجهنم کښی ده نوهلته جواب په اناکل فیها سره دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>