قَالَ يَا قَوْمِ أَرَأَيْتُمْ إِنْ كُنْتُ عَلَى بَيِّنَةٍ مِنْ رَبِّي وَرَزَقَنِي مِنْهُ رِزْقًا حَسَنًا وَمَا أُرِيدُ أَنْ أُخَالِفَكُمْ إِلَى مَا أَنْهَاكُمْ عَنْهُ إِنْ أُرِيدُ إِلَّا الْإِصْلَاحَ مَا اسْتَطَعْتُ وَمَا تَوْفِيقِي إِلَّا بِاللَّهِ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ ﴿۸۸﴾ وَيَا قَوْمِ لَا يَجْرِمَنَّكُمْ شِقَاقِي أَنْ يُصِيبَكُمْ مِثْلُ مَا أَصَابَ قَوْمَ نُوحٍ أَوْ قَوْمَ هُودٍ أَوْ قَوْمَ صَالِحٍ وَمَا قَوْمُ لُوطٍ مِنْكُمْ بِبَعِيدٍ ﴿۸۹﴾ وَاسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُوا إِلَيْهِ إِنَّ رَبِّي رَحِيمٌ وَدُودٌ ﴿۹۰﴾ قَالُوا يَا شُعَيْبُ مَا نَفْقَهُ كَثِيرًا مِمَّا تَقُولُ وَإِنَّا لَنَرَاكَ فِينَا ضَعِيفًا وَلَوْلَا رَهْطُكَ لَرَجَمْنَاكَ وَمَا أَنْتَ عَلَيْنَا بِعَزِيزٍ ﴿۹۱﴾
اوئیل ده ای ځما قومه فکراوکړئ تاسو که یم زه په ښکاره خبره دطرف درب ځمانه اوراکړی وی ماته نعمت ښائسته اوزه نه غواړم چه لاړ شم په خلاف ستاسو هغه کارکولوته چه تاسومنع کوم دهغی نه زه نه غواړم مگراصلاح کول ترڅو چه طاقت لرم اونه دی ځما مدد مگرپه اللّه تعالٰی دی خاص په هغه باندی سپارلی دی ماځان خپل اوخاص هغه ته به ورگرځم ﴿۸۸﴾
او ای قومه زما سبب دی جوړنه شی تاسولره دشمنی ځما سره ددی خبری چه اورسیږی تاسوته عذاب په شان دهغه چه رسیدلی دی قوم دنوح علیه السلام یاقوم دهود علیه السلام یاقوم د صالح علیه السلام ته اونه دی قوم دلوط علیه السلام ستاسونه څه لری ﴿۸۹﴾
اوبخنه اوغواړئ درب خپل نه بیا توبه ورته اوباسئ یقیناً رب ځما رحم کوونکی دی مینه کوونکی دی ﴿۹۰﴾
دوی اوئیل ای شعیب علیه السلام نه پوهیږو مونږپه ډیروهغه خبرو چه ته ئی وائی اویقیناً مونږ خامخا وینو تالره په مونږ کښی کمزوری اوکه ستا خاندان نه وی نومونږبه سنگسارکړی وی اوته نه ئی په مونږباندی عزتمند ﴿۹۱﴾
[۸۸] (رِزْقًا حَسَنًا) مراد ددی نه وحی او نبوت دی یامراد ددی نه حلال رزق دی اوجزاء دشرط پټه ده چه نه دی جائزمالره خیانت په وحی د اللّه تعالٰی کښی (أَنْ أُخَالِفَكُمْ) مراد ددی نه سبقیت (وړاندی والی) دی او دلفظ الٰی نه روستو لفظ دارتکاب پټ دی، یا أُخَالِفَكُمْ په خپلی معنیٰ سره دی اودهغی نه روستو لفظ د اَمِیْلُِ مقدردی اوپه دی آیت کښی پنځه آداب دی دپاره ددعوت کوونکی دحق (وَإِلَيْهِ أُنِيبُ) معنیٰ داچه ټولوتکالیفوکښی ځه خاص اللّه تعالٰی ته رجوع کوم - یا مراد دادی چه اللّه تعالٰی ته رجوع ده په آخرت کښی - اوشربینی په تفسیرکښی لیکلی دی چه نبی ﷺ شعیب علیه السلام ذکرکړو نواوئیل چه دی خطیب الانبیاء وؤ ځکه چه قوم سره ئی ښائسته مراجعه کړی ده -
[۸۹] په دی آیت کښی تخویف دنیوی دی په ذکردعذاب دتیرشوو قومونو - اوپه آیت کښی تقدیردعبارت دی - لایحملنکم شقاقی علی ترک الایمان فیصیبکم الایة - اجرام معنیٰ ده په جرم باندی باعث کیدل (بِبَعِيدٍ) یومعنیٰ داده چه قوم دلوط علیه السلام ستاسونه لری نه دی (بِبَعِيدٍ) دالفظ په قوم باندی حمل کیدل صحیح دی ځکه چه دادمذکراومونث دواړو دپاره استعمالیږی یالفظ د اهلاک دقوم نه مخکښی مقدردی -
[۹۰] په دی آیت کښی ترغیب دی اوآیت کښی لف و نشرمرتب دی یعنی استغفار غواړئ نو اللّه تعالٰی به درباندی رحم اوکړی اوتوبه اوباسئ نو اللّه تعالٰی به درسره محبت او مینه اوکړی حدیث شریف کښی راځی شعیب علیه السلام خطیب الاانبیاء وؤ ځکه دهغه په دعوت کښی ددعوت ټولی طریقی شته -
[۹۱] په دی آیت کښی تکذیب دی دطرف دقوم نه په طریقه دتوهین اودبی ادبئ سره - په څلورو طریقوسره ئی دهغه توهین کړی دی - اوله جمله هم ددوی نه په طریقه دسپکوالی ده ځکه دوی خو دهغه په ژبه باندی پوهیدل اوبیا هم وائی (مَا نَفْقَهُ) دوهمه جمله کښی د ضعیف نه مراد دادی چه ته یواځی ئی ملگری دی نیشته - یاداچه ددنیا په مصلحت او سیاست نه پوهیږی لکه چه اوس هم دنیاپرست خلق حق پرستوته وائی چه تاسوپه سیاست نه پوهیږئ -