قُلْ مَنْ يَرْزُقُكُمْ مِنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ أَمَّنْ يَمْلِكُ السَّمْعَ وَالْأَبْصَارَ وَمَنْ يُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَيُخْرِجُ الْمَيِّتَ مِنَ الْحَيِّ وَمَنْ يُدَبِّرُ الْأَمْرَ فَسَيَقُولُونَ اللَّهُ فَقُلْ أَفَلَا تَتَّقُونَ ﴿۳۱﴾ فَذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمُ الْحَقُّ فَمَاذَا بَعْدَ الْحَقِّ إِلَّا الضَّلَالُ فَأَنَّى تُصْرَفُونَ ﴿۳۲﴾ كَذَلِكَ حَقَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ عَلَى الَّذِينَ فَسَقُوا أَنَّهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿۳۳﴾ قُلْ هَلْ مِنْ شُرَكَائِكُمْ مَنْ يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ قُلِ اللَّهُ يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ فَأَنَّى تُؤْفَكُونَ ﴿۳۴﴾
اوایه څوک روزی درکوی تاسوته دآسمان او دځمکی نه اویا څوک اختیارمند دی دغوږونو اودسترگو اوڅوک را اوباسی ژوندی دمړ نه او را اوباسی مړ دژوندی نه اوڅوک انتظام کوی د ټولوکارونو پس اوبه وائی دوی چه اللّه تعالٰی پس اوایه ته آیا پس ځان نه بچ کوئ دشرک نه ﴿۳۱﴾
پس دغه صفتونووالا اللّه دی رب ستاسو په رشتیا پس نیشته پس دپریخودلو دحق نه مگرگمراهی ده پس څنگه اړولی شئ تاسودحق نه ﴿۳۲﴾
دغسی پوره شوی ده فیصله ستا په هغه چاچه نافرمان دی چه دوی ایمان نه راوړئ ﴿۳۳﴾
تو اوایه آیا شته دی ستاسودمددگارونه هغه څوک چه اول پیدایش اوکړی بیادوباره پیدایش اوکړی (نیشته) ته اوایه چه اللّه تعالٰی اول پیدا کول کوی بیابه ئی دوباره هم کوی پس په څه وجه اوړیدی شئ تاسودتوحید نه ﴿۳۴﴾
[۳۱] ددی آیت نه دریم باب دی تر (۵۴) پوری په دی کښی داسی عقلی دلیلونه پیش کوی چه مشرکان په هغی باندی اقرار کوی اوپه دی کښی په اته آیتونوکښی زورنه ده اوتسلی ده پیغمبرته او ویره دعذاب دنیوی او اخروی ده دا آیت (۳۱) دلیل دی په دی خبره چه مشرکانو دعرب د اللّه تعالٰی دا صفتونه منل چه رازق دی او مالک دغوږونو او سترگو دی پیدا کوونکی دی، اودټول عالم انتظام کوونکی دی، لیکن بیائی هم هغه شرک کوؤ په عقیده دشفاعت قهریه - ددی آیت ددعویٰ دسورت سره مناسبت دادی چه څوک خپل معبودان شفعاء منی نوهغوی اللّه تعالٰی اود هغه بعضی صفتونه منی (مِنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ) مراد ددی نه باران بوټی او فصلونه پیداکول دی (السَّمْعَ وَالْأَبْصَارَ) مراد دادی چه طاقت دسمع او بصر دچاپه اختیارکښی دی داسی په سورة انعام (۴۶) کښی دی (الْحَيِّ) حیوان، دچرگواومرغو بچی اوفصلونه تازه، مؤمن، عالم (الْمَيِّتِ) نطفه، هگئ، ځمکه، مشرک جاهل (وَمَنْ يُدَبِّرُ الْأَمْرَ) الف لام استغراقی دی یعنی دټول عالم انتظام اودار رددی په عقیده دمتوصفوباندی چه هغوی وائی دعالم انتظام قطب اوغوثان او ابدال وغیره چلوی اوپه دی باره کښی هیڅ حدیث صحیح مرفوع نیشته کوم حدیث چه ابن عساکر نقل کړی دی هغه بی سنده دی اوحدیث دابدال منقطع او ضعیف دی -
[۳۲] دانتیجه دمخکښی آیت ده (فَأَنَّى تُصْرَفُونَ) صرف گرځیدلوته وئیلی شی معنیٰ داچه په کوم دلیل سره دحق نه باطل ته اودتوحیدنه شرک طرف ته اوړئ اوگرځئ داآیت دلیل دی په دی خبره باندی چه په مسائلو دعقیده کښی یوطرف ته حق وی نودهغی مقابل به خامخاگمراهی وی دواړه طرفونه حق نه شی کید ی اونه باطل - نن چه بعضی خلق د ایمان او عقیدی مسائل فرعی گنړی اووائی چه دا دواړه حق دی نودالوی جاهلان دی -
[۳۳] دآیت مطلب دادی چه هرکله دامشرکان سره دپوهی نه په شرک باندی کلک دی نومعلومه شوه چه ددوی په باره کښی دافیصله شوی ده چه دوی ایمان نه راوړی نو (أَنَّهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ) تفسیردکلمة دی یا مراد دکلمی نه وعده دعذاب ده او أَنَّهُمْ په تقدیردلام سره علت حَقَّتْ دی -
[۳۴] دارد دی په مشرکینو چه دهغی شرکاء هیڅ پیدایش نه شی کولی نودوی په څه وجه د اللّه تعالٰی سره شریک کړه (فَأَنَّى تُؤْفَكُونَ) صرف په معنیٰ داوړیدلو دی دیوحال نه بل حال ته مطلق څنگه چه مخکښی ذکرشو اوافک په معنیٰ داوړیدلودی خاص دروغوطرف ته -