وَلَوْ أَنَّنَا ۳۳۶ الأعراف

وَإِلَى عَادٍ أَخَاهُمْ هُودًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ أَفَلَا تَتَّقُونَ ﴿۶۵﴾ قَالَ الْمَلَأُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ قَوْمِهِ إِنَّا لَنَرَاكَ فِي سَفَاهَةٍ وَإِنَّا لَنَظُنُّكَ مِنَ الْكَاذِبِينَ ﴿۶۶﴾ قَالَ يَا قَوْمِ لَيْسَ بِي سَفَاهَةٌ وَلَكِنِّي رَسُولٌ مِنْ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۶۷﴾ أُبَلِّغُكُمْ رِسَالَاتِ رَبِّي وَأَنَا لَكُمْ نَاصِحٌ أَمِينٌ ﴿۶۸﴾

اواولیږلو مونوعادیاتوته رور دهغوی هود علیه السلام اوئیل ده ای قومه ځما بندگی خاص کړی اللّه تعالٰی لره نیشته تاسولره مددگار سیوا دهغه نه آیا پس نه بچ کیږئ دشرک نه ﴿۶۵﴾
اوئیل غټانو چه کفرئی کړی وؤ دقوم دهغه نه یقیناً مونږخامخا وینو تالره په کم عقلتیاکښی اویقیناً گمان کؤو مونږپه تاباندی ددروِغژنونه ﴿۶۶﴾
اوئیل ده ای قومه ځما نیشته ماباندی هیڅ کم عقل تیا لیکن زه رسول یم د طرف درب العٰلمین نه ﴿۶۷﴾
رسؤم تاسوته پیغامونه درب خپل اوزه تاسولره خیرخواه امانت داریم ﴿۶۸﴾

[۶۵] دا دوهم دلیل نقلی دتوحید دی - عاد اولاد دسام بن نوح نه وو په پنځمه پشته کښی اوهود دعاد په اولاد کښی وو په دری پشته کښی بیا عاد دټولی قبیلی نوم شو (أَخَاهُمْ) مراد اخوت نه نسبی وؤ یعنی په قومیت کښی ورسره شریک وؤ اوکله اخوت په معنیٰ دخیرخوایئی سره وی (أَفَلَا تَتَّقُونَ) سره تخویف ذکردی -
[۶۶] دا تکذیب دی دطرف دقوم نه اواشاره ده چه چا توحید بیان کړی دی نوهغه ته کم عقل اودروغژن وئیلی شوی دی (الَّذِينَ كَفَرُوا) په دی کښی اشاره ده چه دهغه قوم نه بعضی غټانو ایمان راوړی وؤ (فِي سَفَاهَةٍ) دعقل او پوهی او درائ کمزوروالی ته وئیلی شی دالفظ متعلق دی دمسئلی داعبدوا سره او (مِنَ الْكَاذِبِينَ) متعلق دی دتتقون سره چه په هغی کښی دعذاب راتللوته اشاره ده -
[۶۷] اشاره ده چه رسول کم عقل نه وی بلکه دهغه عقل او علم دواړه کامل وی اوپه دی کښی دعویٰ درسالت دهغه ذکرکرده -
[۶۸] په دی کښی دری اوصاف درسول ذکردی (نَاصِحٌ أَمِينٌ) په صیغه داسم فاعل سره اشاره ده شهرت ددی صفاتوته عموماً یاناصح په دعوت دتوحیدکښی او اَمِین په دعویٰ درسالت کښی -